د تركيې د سرې مياشتې ریيس د افغاني سرې مياشتې له ریيس سره په ليدنه كې ژمنه كړې، چې دوى د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنې ته لېواله دي. د افغاني سرې مياشتې مطبوعاتي دفتر ویلي، چې په ترکيه کې د افغاني سرې مياشتې رييس د هغه هېواد د سرې مياشتې له اجرایيه ریيس سره وکتل. ورته مهال د ترکيې د سرې مياشتې اجرايوي ریيس ویلي، دوی به هڅه وکړي څو د ترکیې د خیریه موسسو په همکارۍ له افغانستان سره د دوامداره بشري مرستو په یوه منظم میکانیزم کار وکړي.
































