د کنيا ولسمشر ويليام ساموې روتو د جولای په ۲۲مه نېټه په پلازمېنه نايروبي کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د بهرنيو چارو دفتر له مشر وانګ يي سره وکتل.
روتو په ياده ليدنه کې ويلي، چې د کنيا او چين ترمنځ د رسمي اړيکو له ټينګېدو راهيسې په دې شپږو لسيزو کې خپلمنځي اړيکو په ښه ډول پرمختګ کړی، د کنيا بېلابېلې برخې په دې نظر دي، چې بايد له چين سره دوستانه همکارۍ ټينګې کړي. کنيا د چين لوړه ستاينه کوي، چې له کنيا سره په تګ راتګ کې يې تل متقابل درناوی کوي. کنيا پر دې ټينګار کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې ژورې کړي، له چين سره د ګاونډي په توګه تګ راتګ جاري وساتي، د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ او د چين او افريقا د همکاريز فورم تر چوکاټ لاندې د رېل پټلۍ، سړک، اوبو لګولو، هوانوردۍ او پاکې انرژۍ په برخو کې همکارۍ ژورې کړي، د افريقا ابادي پياوړې کړي او ګډې ګټې تر لاسه کړي. کنيا د نړيوال پرمختګ په اړه د چين له وړانديز څخه ملاتړ کوي او غواړي پکې فعال ګډون وکړي.
وانګ يي ويلي، چې هېواد يې غواړي د یو کمربند او يوې لارې د ابادۍ او د نړيوال پرمختګ وړانديز او د چین او افريقا د همکاريز فورم د ۹ پروژو د پلي کولو له لارې، له کنيا سره د رېل پټلۍ، سړک، هوانوردۍ او معلوماتو په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي، د کنيا د اقتصاد او ټولنې پرمختګ او د افريقا ګډې ابادۍ ته وده ورکړي. چين غواړي له کنيا سره څواړخيزتوب پلی کړي، په نړیوالو چارو کې د ملګرو ملتونو مهم رول او د پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې خوندي کړي.































