د چين د انسان وړونکې فضانوردۍ د پروژې دفتر لږه موده مخکې پلان خپور کړ، چې له ۲۰۳۰م کال مخکې سپوږمۍ ته د ستورمزلو د ختلو موخې ته ورسيږي او ورپسې به په سپوږمۍ کې د علمي ازموينو سټېشن جوړ کړي او په دې سره به د سپوږمۍ په اړه سيستماتيک او مسلسل اکشتافي فعاليتونه او د ټېکنالوژۍ ازموينې تر سره کړي.
د نوي نسل انسان وړونکي راکټ په چانګ جنګ لسم نمبر نوميږي او عمده دنده يې دا ده، چې سپوږمۍ ته د ختلو دستګاه او بېړۍ له ځمکنې کرې څخه د سپوږمۍ مدار ته ورسوي. د دغه راکټ ۹۲ متره لوړوالی او د ۲۶۷۸ ټنو په وزن د الوتنې خوځنده قوت لري.
































