د امریکا د تګزاس ایالت په مک الن ښار کې یو وسله وال کس د ټوپک په ډزو دوه پولیس افسران وژلي دي. د سپوټنیک اژانس د خبر له مخې، د مک الن ښاروال جیم ډالرلینګ پر خپل ټویټر خپاره کړي بیان کې ویلي چې دا پېښه د شبنې په شپه د یاد ښار په زړه کې رامنځته شوې ده. د نوموړي په وینا په دې پېښه کې دوه پولیس افسران وژل شوي او قاتل هم تر پېښې وروسته ځان په خپله ویشتلی او وژل شوی دی. نوموړي ویلي چې د پېښې انګېزه څرګنده نه ده خو پولیسو خپلې څېړنې پیل کړې دي.
































