په چین کې د افغانستان سرپرست سفیر د ریاست لوزرا له اداري مرستیال سره په کتنه کې ویلي چې دوی چینايي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي دي. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي ویلي، هڅه یې کړې چې د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې کړي. د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي چې سرپرست حکومت په افغانستان کې د ټولو پانګهوالو ملاتړ ته دوام ورکوي. نوموړي ویلي، په چین کې د افغانستان سفارت مکلف دی چې افغانانو ته د پروازونو، وېزو او سوداګریزو ستونزو د حل ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ غوره ډیپلوماټیکې اړیکې هم ټینګې وساتي.
































