د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال وايي، سرپرست حکومت له نړۍ سره مثبت تعامل او د متقابل درناوي په فضا کې نېکې اړیکې غواړي، خو زیاتوي چې د اسلام پر اصولو سودا ته هېڅکله حاضر نهدي. نوموړي پرون په کابل پوهنتون کې دیني او علمي سمینار ته د وینا پر مهال همداراز زیاته کړې، سرپرست حکومت به د نورو د خوښۍ لپاره اسلامي شعایر تر پښو لاندې نهکړي او پر اسلام یوه ذره سازش ورته د زغملو وړ نهدی. ارګ د نوموړي په حواله پر ټویټر لیکلي، دا ثابته شوې چې دین او هېواد ته هغه څوک ښه خدمت کولی شي چې دیني او عصري زدکړې يې کړې وي او ټینګار کوي، داسې ډاکټر او انجنیر غواړي چې د خپل مسلک تر څنګ د اسلام لومړني او ضروري تعلیمات هم ولري.
































