ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت حکم کړی چې د ایران په کرمانشاه ولایت کې د افغانانو مېشتېدل، اوسېدل او کار کول منع اعلان شوي دي. په راپور کې راغلي چې ټول افغانان به د ۱۳ ورځو په لړ کې له دغه ولایته راټول کړای شي او د هغوی د نیولو حکم هم صادر شوی دی. خو په راپورونو کې د دغې پرېکړې د دلیل په هکله څه نه دي ویل شوي.
































