د کندوز د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې ۱۰۷۲ کورنیو ته د څښاک اوبو برابرولو خبر ورکوي. د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز شفتالو باغ کليو او امام صاحب ولسوالۍ په نوآباد کنجک سیمه کې د ۱۴ میلیونه ۹۴۱ زره ۲۱۸ افغانيو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو چارې پیل شوې. د مسوولینو په خبره په دغه پروژه کې د ۱۱۵۴۴ متر پایپ، ۷۰ سولر تختو ، د ۱۷۰ مترو په ژوروالي سره د دوو ژورو څاګانو کیندل، د ۱۲۰ متر مکعب په وړتیا د اوبو زیرمه جوړول او کور په کور د ۷۰۹ نلکو نښلول شامل دي. د یادو پروژو د کار په جریان کې به د کليو ۵۰۸۱ تنو په مستقیم او غیر مستقیم د کار زمینه برابره شې.
































