شمالي کوریا د بریتانیا له لوري پر دغه هېواد لګول شوي بندیزونه غندلي او زیاته کړې یې ده چې د بریتانیا د دې اقدام تر شا د امریکا لاس دی. د یونهاپ اژانس د خبر له مخې، شمالي کوریا خپلو ټولو لرې او نږدې رقیبانو ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرته د دوی په چارو کې لاسوهنه وکړي نو پښېمانه به شي. راپور کې راغلي، بریتانیا باید پوهه شي چې د امریکا په لمسون د خپل وروستي اقدام دروند پور به پرې کړي. شمالي کوریا دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې بریتانیا څو ورځې مخکې پر شمالي کوریا د تازه بندیزونو په لړ کې د یاد هېواد ۴۹ افراد او امنیتي بنسټونه په تور لیست کې شامل کړي دي.
































