د هرات له صنعتي ښارګوټي امریکا ته د غیر الکولي مشروباتو د یوې جوپې په صادرېدو سره کارخونه لرونکي هیله من دي، چې د صادراتو کچه به یې لوړه شي. دمګړۍ د هرات له صنعتي ښارګوټي ۱۵ قلمه تولیدي توکي بېلابېلو هېوادونو ته صادریږي. د هرات صنعتي ښارګوټي په غیر الکولي تولیدي کارخونو کې څه باندې ۶۰۰ تنه پر کار بوخت دي، چې د دغو کارخونو مسوولین وايي، د صادراتو په زیاتوالي سره به د دوی د کار کوونکو شمېر هم زیات شي. صنعت کاران په بانکي سیستم او په ځانګړي توګه، له بهره د پيسو په رالېږدولو کې ستونزې د خپلو فعالیتو پر وړاندې جدي ننګونې بولي.
































