په هرات کې یوې موسسې له لوري د بزګرانو د زیاتو عایداتو، تولیداتو او صادراتي شرکتونو ته د ښې بازار موندنې او د تصدیق شويو زعفرانو د کیفیت د لوړولو په موخه یې د ۱.۲ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د زعفرانو د ودې پروژه پیل کړې ده. د یادې موسسې مسوول خالد ودان ویلي، چې د دغې پروژې په چوکاټ کې له افغانستان څخه بهر د باکيفيته زعفرانو د صادرولو په برخه کې د توليدي شرکتونو لپاره د بازارموندنې چارې پيلېږي. ودان زیاته کړې چې د زعفرانو د ودې او تولید پروژه د ۱.۲ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د ډنمارک له خوا تمویلیږي، چې د پنځو کلونو لپاره به پلې شي. په ورته وخت کې د هرات ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې دوی په بازار کې له ټولو بزګرانو په ځانګړې توګه د زعفرانو له کروندګرو څخه ملاتړ کوي.
































