د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین نن دوشنبې د پلازمېنې په دوو بېلو سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو د دوه جلا بریدونو خبر ورکړی. سوبیانین د ټلګرام په یوپیغام کې ویلي چې بریدونه نن سهار څلور بجې د غیرې استوګنې پر دوه ودانیو شوي، چې کوم لوی مالي او ځاني زیان نه لري. نوموړي ویلي چې سیمه کې حالت نور مال دی او ټول بیړني خدمتونه د پېښو په سیمو کې فعال دي. د روسیې د ټاس خبري اژانس د خبر له مخې یوه الوتکه د مسکو په زړه کومسومولسکی پر سړک راغورځول شوي او بله هغه یې د پلازمینې په سویل کې له یوې ودانۍ سره لږېدلې او رانسکوره شوې ده. د روسیې دفاع وزارت هم د بې پیلوټه الوتکو دغه بریدونه تایید کړي دي.
































