د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت د حساب ورکولوپه غونډه کې د وینا پر مهال وویل، پهدې وزارت کې د پخواني حکومت کارکوونکي پر خپل ځای دي او هېڅوک له دې وزارته پهدې پلمه نهدي لري شوي چې په تېر حکومت کې یې دنده تر سره کړې ده. نوموړي همداراز زیاته کړه، کانونه د ټول ملت شتمۍ ده او سرپرست حکومت ژمن دی چې په کانونو سکټور کې عدالت، شفافیت او مسلکيتوب رامنځته کړي او د دې وزارت عواید خلکو ته اسانتیاوو برابرولو په موخه د بنسټیزو او ملي پروژو پر پلي کېدو ولګوي. نوموړي دغه راز وویل، چې سړکونه د کانونو په بدل کې نه جوړیږي، بلکې کانونه د وزارت له اصولو سره سم په قرارداد ورکول کیږي او عواید یې د سړکونو په جوړولو کې لګول کیږي.
































