د سوډان په پورټ هوايي ډګر کې د یوې ملکي الوتکې د غورځېدو له امله د څلور نظامیانو په ګډون ۹ کسان مړه شوي او یو ماشوم پکې ژوندی پاتې دی. د سوډان پوځ ویلي، چې دغه الوتکه له پورته کېدو څو شېبې وروسته د تخنیکي ستونزو له امله غورځېدلې ده. په سوډان کې دغه پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې په دغه هېواد کې د پوځ او چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ د روانې جګړې سل ورځې کېږي.
































