د پاکستان په کراچۍ ښار کې افغان کونسل ویلي، چې نن د پاکستان د سېند ایالت له زندانونو څخه ۳۶ تنه افغانان خوشي شول. د یادونې چې تر دې مخکې هم په پاکستان کې سلګونه افغانان چې د دغه هېواد د سېند ایالت د کراچۍ ښار پولیسو له خوا د قانوني اسناد نه لرلو په تور نیول شوي وو، د افغانستان د سفارت او د یاد هېواد د جنرال کونسلګرۍ د هلو ځلو په پایله خوشي شول.
































