د سمنګانو د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین د یاد ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ په یکه توت سیمه کې د ډبرو سکرو په مارکېټ کې د ۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت د برېښنا د یوې پروژې د چارو پیلېدو خبر ورکوي. د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم رییس لطف الله حبیبي وايي، چې د یاد ریاست له لوري د ۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت د ډبرو سکرو یو مارکېټ د رغولو چارې پیل شوې دي. هغه زیاته کړه، چې د یاد مارکېټ لپاره ۲۴ ساعته برېښنا، د تېلو ۲ ټانکونه، ۱۷۰ غرفې، د موټرو تمځای او نورې آسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي. د یادونې وړ ده، چې اوسمهال د سمنګانو مرکز او حضرت سلطان ولسوالۍ کې ۱۵ زره کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې دي.
































