د افغانستان برېښنا شرکت مسوولينو، ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې وويل چې دغه شرکت په تېر يوه کال کې له پېرودونکو څخه څه دپاسه ۳۳ ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي دي. د یاد شرکت د مسوولینو په وینا په تېر یوه کال کې څه دپاسه ۴۶ زره ميترونه د برېښنا په سيستم کې ثبت شوي دي. دغه راز په تېر يوه کال کې څه دپاسه ۷۰ زره ميتر له انالوګ په ډيجيټل ته بدل شوي دي. د برېښنا شرکت مسوولینو همدارنګه وویل چې دغه شرکت په تېر يوه کال کې په کابل، ننګرهار، پروان او بغلان کې، ۱۴۹۶ جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې ده.
































