د هرات د کرنې، ریاست مسوولین وايي چې د تېرکال په پرتله سږکال دغه ولایت کې د انګورو حاصلاتو کې ۲۵سلنه کموالی راغلی دی. د یاد ولایت د کرنې ریاست اړوند د کرنیزو چارو امر وایي، د هرات د انګورو باغونه ښه دي، خو په وینا یې، د تېر ژمي سړې هوا د انګورو پر حاصلاتو اغېز کړی دی. هغه زیاته کړه چې تېر کال د دغه ولایت له ۱۲ زره ۱۲۵ هکټاره باغونو څخه څه باندې ۱۶۰زره مټریک ټُنه انګور تولید شوي و، خو سږکال د ژمي سړې هوا له امله حاصلات له ۳۰ تر ۴۰زره ټُنه کم شوي دي. که څه هم دغه ولایت کې هر کال ۱۳۰ ډوله انګور تولېدېږي، خو د یاد ولایت باغلرونکي سږکال د انګورو د حاصلاتو کچې ټيټوالي څخه اندېښنه لري.
































