د زعفرانو ټولنې مسوولین د زعفرانو د صادراتو له کموالي خبر ورکوي. د دې ټولنې د مسوولینو په خبره، د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د الوتنو بندېدو له امله، د هېواد زعفران دامهال په مستقیم ډول د اروپا او امریکا بازارونو ته نه رسیږي. په همدې حال کې د ډنمارک هېواد د څه باندې یو میلیون ډالرو پروژې په پيلولو سره هڅه کوي چې د افغانستان زعفرانو ته د اروپا او امریکا په بازارونو کې د پلور زمینه برابره کړي. د يادونې ده، د افغانستان زعفران په نړۍ ښه شهرت لري چې په دې وروستيو د ډېرو ولايتونو کروندګرو يې کرنې ته مخه کړې ده.
































