د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې مشر بورنز په دې وروستيو کې ویلي، چې په چین کې يې د خپلې استخباراتي شبکې د بیا جوړولو په برخه کې پرمختګ کړی او د استخباراتو د راټولولو د ځواکمنې وړتیا لپاره يې جدي کارونه پېل کړي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جولای په ۲۵مې نېټې په يوې عادي خبري غونډې کې ويلي، چې بېجينګ د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې د مشر يادې څرګندونې ته پام کړی او په اړه يې اندېښنه ښودلې ده.
نوموړې ويلي، چې چين به د خپل ملي امنيت د ټينګښت لپاره ټول اړين تدبيرونه ونيسي.
ماو نينګ په اشارې ويلي، چې امريکا د تش په نوم چينايي جاسوسانو او سايبري بريدونو په اړه پر له پسې ناسم مالومات خپروي، خو په خپله بیا په ډاګه اعلان کوي، چې د چين پر ضد يې په پراخه کچه استخباراتي فعاليتونه پېل کړي دي.
د نوموړې په وينا، د امريکا کړنو کې تضاد څرګند دی او هر وخت ستونزې پيدا کوي. (ژباړه: شکريه)































