د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د سرمنشي شي جين پينګ په مشرۍ د جولای په ۲۴مې نېټې یوه غونډه تر سره کړې ده.
يادې غونډې د هېواد اوسنی اقتصادي وضعيت تحليل او څېړلی او د روان کال د دوهمې نيمايي اقتصادي چارې يې روښانه کړې دي.
په يادې غونډې کې ويل شوي، چې د هېواد بېلا بېلو سيمو او ادارو د شي جين پينګ په مشرۍ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې په لارښوونې سره کورنيو او بهرنيو حالاتو ته په کتو د روان کال په درشل کې اقتصاد او ټولنې ته ښه پرمختګ ورکړی او امنیت ته يې ډېره پاملرنه کړې ده.
د چين اقتصاد د روان کال په درشل کې مخ په ښه کېدو او باکيفيته او صنعتي پرمختګ موندلی دی.
په چين کې د خوراکي توکو امنیت تضمين او د ټولنې وضعيت يې ثابت ساتل شوی او د سږکال د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ موخې د پوره کېدو لپاره يې ښه زمينه برابره شوې ده.
































