د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ملت ته د دې وزارت د حساب ورکولو په پروګرام کې ویلي، چې هېواد کې یې ۸۰ سلنه کارخونې فعالې کړې دي. نورالدین عزیزي همدارنګه زیاته کړې؛ د کندهار او هلمند صنعتکاران چې د برېښنا د کموالي له ستونزې سره مخ وو، اوس د دوی لپاره برېښنا ۲۴ ساعته شوې ده. نوموړي ویلي، چې ويلي چې له صنعت کارانو څخه د ملاتړ او صنعتي سکټور د ودې په موخه پر صنعت کارانو دفاعي ماليات کم شوي او موضوعي ماليات په بشپړ ډول معاف شوي دي. عزیزي دغه راز ویلي، چې په تېر يوه کال کې له افغانستان څخه د ۲ مليارده امريکايي ډالرو په ارزښت توکي بهر ته صادر شوي دي.
































