د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي، چې د روان ۲۰۲۳ کال له پیل څخه یې د جون میاشتې تر پای پورې ۲.۲۳ میلیونه ډالره هغو افغان کډوالو ته، چې په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي ورکړي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالوعالي کمیشنري په یو تازه راپور کې زیاته کړې، چې د ستنیدونکو افغان کډوالو سره د نغدو پیسو مرستې ۱.۷ میلیونه ډالر یې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې او پاتې ۵۳۰ زره ډالر د همدې کال د اپریل، مۍ او جون په میاشتو کې شوي دي.
































