بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ددې وزارت د سرپرست وزیر په مشرۍ به په روانه میلادي میاشت کې یو پلاوی قطر ته سفر وکړي او د افغانستان په اړه په جوړېدونکې ناسته کې به برخه واخلي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې یاد پلاوی به په دې خبرو کې د بنديزونو او تور ليستونو ختمول، د افغانستان د بانکي زېرمو ازادول او د افغانستان د هوايي حريم پر نقض بحثونه ته لومړيتوب ولري. د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې سفر کې به افغان پلاوی د قطر دولت له ځينو چارواکو سره هم پر دوو اړخیزو اړیکو خبرې وکړي. د یادونې وړ ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ او د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د دوی استازې رینا امیري د افغانستان له سرپرست حکومت او یو شمیر نورو افغانانو سره د خبرو په موخه قزاقستان او قطر ته روان شوي دي.
































