بهرنیو هیکرانو څو ورځې مخکې د چین د وو هان ښار د زلزلې د څار پر مرکز انټرنیټي برید کړی دی او ابتدايي شواهدو په ډاګه کړې، چې ياد بريدګر په امريکا کې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د جولای په ۲۶مې نېټې په یوې خبري ناستې کې وويل، چې د انټرنیټي بريد دغې پېښې د چین دولتي امنیت ته سخت ګواښ پېښ کړی او هېواد به یې د خپل سایبري خوندیتوب لپاره لازم تدبیرونه ونیسي.
مېرمن ماو نینګ وویل، د سایبري خوندیتوب د بېلا بېلو هېوادونو پر وړاندې ګډه ننګونه ده او په وينا يې، واشنګټن یوه خوا د چین په شمول د مختلفو هېوادونو په موخه ناوړه انټرنیټي کړنې غوره کوي او له بلې خوا يې څو ځلې پر چین د هیکرانو پړه اچولې ده.
نوموړې د امريکا دغه کړنې دوه ګوني معیارونه بللي او په خبره یې، واشنګټن د سایبري خوندیتوب ته سیاسي او پوځي رنګونه ورکوي او د هېوادونو ترمنځ متقابل باور يې سخت ویجاړ کړی دی.
ماو نينګ پر امريکا غږ کړی، چې سمدلاسه ناسم کړه وړه پرېږدي، له نړیوالې ټولنې سره دې یو ځای د ډیالوګ له لارې ګډ مقررات وټاکي او په رغنده او عملي رویې دې سایبري سوله، امنیت او ثبات وساتي. (هیله)































