د نایجیر پوځ د دغه هېواد په ملي تلویزون کې اعلان وکړ، چې حکومت یې نسکور او د هېواد واک یې ترلاسه کړی دی. د نایجیر د پوځ یو لوړ پوړي مشر امادو عبدرامین په یو تلویزوني بیان کې ویلي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونوپرېکړه وکړه، چې د ولسمشر بازوم رژیم ته د پای ټکی کېږدي. نوموړي وویل چې په هېواد کې د ټولو موسسو کارونه ځنډول شوي، سرحدونه تړل شوي او تګ راتګ بند دی. د سیمې د ځینو هېوادونو مشرانو د ولسمشر بازوم د پرېښودو غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش ویلي، چې له ولسمشر بازوم سره غږېدلي او د هغه ننګه کوي. بازوم دوه کاله مخکې د واک له سوله ایز انتقال وروسته د هېواد مشري ترلاسه کړه.
































