کاناډا وايي، دغه هیواد ته د سلګونو نورو افغان پناه غوښتونکو له رسېدو سره د ۲۰۲۱ له اګسټ څخه تراوسه پورې دغه هېواد ته د ورغلیو افغانانو شمېر ۳۵ زرو ته ورسېد. د کاناډا د کډوالو او تابعیت وزارت ویلي، د چهارشنبې په ورځ ۳۴۳ افغانان ټورنټو ښار ته ورسېدل. دغه وزارت ویلي، هڅه کوي چې د روان میلادي کال تر پایه په کاناډا کې لږ تر لږه ۴۰ زره افغانان ځای پر ځای شي. واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته د امریکا، برېتانیا او جرمني ترڅنګ کاناډا لسګونه زره افغانانو ته پناه ورکړې ده.
































