د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان د توغندویي بریدونو ادعا پخواني ولسمشر حامد کرزي هم تایید کړې او دغه عمل یې غندلی دی. کرزي پر خپل ټویټر لیکلي، دا برید د افغانستان پر خاوره د پاکستان له لوري ښکاره تېری، او د ټولو نړیوالو اصولو خلاف کار دی. ښاغلي کرزي له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې خپل سیاست بدل کړي او د افراطیت پالنې پر ځای دی له افغانستان سره ښه اړیکې وپالي. د افغانستان سرپرست حکومت تراوسه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي. پاکستاني ځواکونه له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو بریدونه کوي چې له امله یې ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي دي.
































