په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي وايي، دا پروګرام د بودجې د کموالي له کبله اړ شوی چې د خپلو مرستو له لېسته ۸ میلیونه افغانان وباسي. د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي چې ډبلیو ایف پي د روان میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ د مې تر پایه په پنځه میاشتنۍ موده کې څه باندې ۱۶ میلیونو افغانانو ته مرستې رسولي چې په هغو کې ۳۴۰ زره ټنه خوراکي توکي او د کابو ۱۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت د نغدو پیسو وېش شاملېږي. د اماني په وینا، د دې لپاره چې د راتلونکي ژمي تر پایه پورې د مرستو په برخه کې خپلو پلان شویو پروګرامونو ته دوام ورکړای شي، او د افغانستان په ټولو برخو کې اړو کسانو ته خوراکي مرستې ورسولی شي، یو میلیارد ډالرو ته بیړنۍ اړتیا لري.
































