د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. ویسټ ویلي، چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې یې د منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو او امریکا د استازو په غونډه کې د افغانستان په اړه د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له همکارانو سره ولیدل او د افغانانو په ګډ ملاتړ یې تینګار وکړ .د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي همداراز لیکلي چې په دې کتنه کې یې د منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو له استازو سره د افغانستان د امنیت، بشري حقونو، اقتصاد او بشري اړتیاوو په شمول پر مهمو مسلو ګټورې خبرې کړي دي. ټاکل شوې، چې ټام ویسټ او د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ژر په دوحه کې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په مشرۍ پلاوي سره وویني. سرپرست حکومت ویلي، په دې کتنه کې به له امریکايي لوري سره د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو او له تور لیست څخه د یو شمېر ط الب مشرانو د نومونو د لرې کېدو په اړه خبرې وکړي.
































