د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جولای په ۲۷مې نېټې په يوې خبري ناستې کې ويلي، چې هېواد يې د امريکا له هغې ناوړې کړنې سره ټينګ مخالفت ښودلی، چې د ملي دفاع د صلاحيت په لايحې کې يې د چين په اړه منفي محتويات شامل کړي دي.
د امريکا سنا مجلس يا مشرانو جرګې په دې وروستيو کې د ملي دفاع د صلاحيت تعديل نامه تصويبه کړې او له امريکايي تصديو څخه يې پکې غوښتي، چې په چين کې د لوړې ټېکنالوژۍ د پانګونې مالومات واشينګټن ته وړاندې کړي.
ماو نينګ د چين او امريکا ګډې ګټې د دواړو هيوادونو د همکاريو اصلي بڼه ياده کړې او د صنعتي چارو او شخصي سازمانونو پر عادي پانګونې بنديزونه، سوداګريز محدوديتونه او خنډونه يې د بازار له اقتصادي اصولو څخه سرغړونه بللې ده.
نوموړې زياته کړې، چې د امريکا يادې کړنې د نړۍ د توليد او عرضې ځنځير زيانمنوي او په وينا يې، اخر به هم د امريکا پانګوال زيانونه ومومي.































