د روغتیا نړیوال سازمان وايي، نږدې یو میلیون افغانان په تور زېړي اخته شوي دي. دغه سازمان نن د « تور زیړي د نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې شاوخوا ۶۸۰ زره افغانان د هپاټیټ پر «B» او شاوخوا ۳۲۰ زره نور د دغه ویروس پر «C» ډول چې تور زېړی ورته ویل کېږي، اخته شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان پر ټویټر لیکلي، دا ویروسي ناروغي هغه مهال خپرېږي چې پر دې ناروغي د اخته کس وینه یا د وجود نور مایعات یې د روغ کس وجود ته دننه شي. د دغه سازمان په وینا، هغه کسان چې نشهيي توکي کاروي او یا په یوه ستنه څو کسان پیچاري کوي او ککړ شوي روغتیايي وسایل کاروي، هغه کسان چې په بندخونو یا نورو تړلیو ځایونو کې اوسېږي او یا هغه کسان چې پر تور زېړي له اخته کسانو سره ناخوندي جنسي اړیکې لري، تر ډېره پر تور زېړي اخته کېږي.
































