په پکتیکا کې د سیکا موسسې په مالي ملاتړ د اوبو رسولو ۸۰ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه پروژې په ګومل، زیړوک، ارګون او برمل ولسوالیو کې د ۵۰۰ زره او ۹۶ ډالرو په لګښت جوړې شوي، چې په کې د سیمو ۲۳۵ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه. د مسوولینو په وینا، د یادو پروژو په بشپړېدو سره ۲۶ زره او ۷۴۰ کسانو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
































