د خوست ولایتي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د راوتلیو سېلابونو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي. پېښه پرون د خوست په اسماعیلخېلو مندوزیو ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې له امله یې د یوې کورنۍ پنځه غړي «مور، پلار او درې اولادونه» اوبو وړي او مړه شوي دي. د خوست د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس دوست محمد هلال هم پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې اسماعیلخېلو مندوزيو ولسوالۍ کې سېلاب یو موټر وړی چې له کبله یې د يوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي. په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د شویو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
































