د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۲۸مې په ماسپښين د موريتانيا له ولسمشر محمد ګازواني سره وکتل.
محمد ګازواني د محصلينو د ۳۱مې دورې نړيوالو دوبنيو لوبو په مراسمو کې د ګډون او له چين څخه د ليدنې لپاره چنګ دو ته راغلی دی.
شي جين پينګ په دې کتنه کې وويل، چې چين او موريتانيا د خپلمنځي اړيکو د ټينګېدو له ۵۸ کلونو راهيسې يو د بل په وړاندې صميمي سلوک او متقابل ملاتړ کړی دی. د نړيوال وضعيت د بې ساري بدلونونو پر وړاندې، دواړه هېوادونه بايد د يو بل د ښه ملګرو او همکارانو رول ته دوام ورکړي او د دواړو خواوو د ګډو ګټو او د نړۍ د عدالت د ساتنې لپاره لاس يو کړي.
ګازواني له موريتانيا سره د چين د مرستو مننه وکړه او و يې ويل، چې د چين د طبي مرستو ډلې د موريتانيا د خلکو د روغتيا لپاره ډېر خدمتونه کړي دي. نوموړي زياته کړه، چې موريتانيا به د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار وکړي او غواړي، چې له چين سره د اقتصاد، سوداګرۍ او انرژۍ همکارۍ پياوړې کړي او دوه اړخيزې اړيکې لا لوړې کچې ته ورسوي.
































