د چین لوبغاړي څاو ماو یوان د جولای په ۲۹مه د چنګ دو د محصلینو د ۳۱مې دورې دوبنیو نړیوالو لوبو د نارینه وو د جنوبي بوکسینګ Southern Fist سیالۍ کې لومړی مقام وګاټه او طلايي مډال يې تر لاسه کړ. دا په سږنيو نړیوالو لوبو کې لومړی طلايي مډال دی.
د چین د هانکانګ د ځانګړې ادارې سیمې لوبغاړي لیو ځه لونګ او د ایران لوبغاړي شهین بنیتلې په جلا توګه د دې سیالۍ دوهم او درېيم مقام وګاټه. (هیله)
































