ایرو ایشیا په یوه مقاله کې لیکي پاکستان له طالبانو سره نږدې دېرش کلنه اړیکه لري او لا هم ددغه ډلې سخت ملاتړی دی. د سرچینې په خبره که ټول امریکایي عسکر له افغانستان وځي دا د پاکستان او طالبانو په ګټه ده نو له همدې امله پاکستان غواړي ځان د افغانستان د سولې مسئلې ته ژمن وښيي. سرچینه کاږي ایران او روسیه هم په خپل وار په افغانستان کې مداخله کوي چې دا هر څه به په راتلونکو میاشتو کې په افغانستان کې وضعیت خورا ترینګلی کړي. نشریه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو غوښتونکې ده او په وینا یې پر پاکستان باید فشارونه ډېرشي چې په سیمه کې د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي.
































