د تورخم ګمرک مسوولین وايي، چې په دغه ګمرک کې ۳ تنه له ۵۰۰ جعلي اسنادو او ټاپو سره نیول شوي دي. د تورخم ګمرک آمر انجینر مسلم خاکسار وايي، چې د یاد ګمرک د منسوبینو له لوري درې تنه چې غوښتل يې ۵۰۰ جعلې اسناد د پاکستان هېواد څخه افغانستان ته راوړي نیولي دي. همدارنګه ورته وخت ورسره درې جعلي ټاپو ډیزاین هم نیول شوي، چې دوی غوښتل په دغه جعلي اسنادو او ټاپو ډيزاین باندې صادراتي اموال په غیر قانوني ډول پاکستان یا بهر ته انتقال کړي. د خاکسار په خبره نیول شوي کسان د تورخم استخباراتو مدیریت ته د لا پلټنې او تحقیق په موخه سپارل شوي دي.
































