د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په مشرۍ د سرپرست حکومت یو پلاوی دوحې ته ولاړ. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي، چې دغه پلاوی به په دوحه کې له صلاحیت لرونکو امریکايي استازو سره د بندیزونو او د تور نوملړ، د افغانستان د بانکي زېرمو د ازادولو او د هېواد د هوايي حریم د نقض په هکله خبرې وکړي. نوموړي ویلي، دغه پلاوی به په دغه سفر کې د قطر دولت له ځينو چارواکو او په قطر کې مېشتو د بهرنیو هېوادونو له استازو سره هم پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې وکړي.
































