سټار انډ سټرایپز په یوه اوږده مقاله کې لیکي چې دوی له بېلو طالب مشرانو او قومندانانو سره خبرې کړې دي او داسې ښکاري چې په دغه ډله کې د افغانستان د راتلونکې په اړه ژور اختلافات دي. په کونړ کې د طالبانو یوه مهم قومندان دغه نشریې ته ویلي چې دوی د افغان حکومت تر بشپړختمولو پورې جګړې ته ادامه ورکوي او په وینا یې طالبان په افغانستان کې د سل سلنه واک غوښتونکي دي. دغه طالب قومندان همدا راز ویلي چې دوی امریکایي ځواکونه مات کړي، افغان حکومت هم ماتوي او په خبره یې د حکومت تر بشپړ ختمېدو جګړې ته ادامه ورکوي. سرچینه کاږي چې دوی د بشري حقونو، بیان ازادۍ، ولسواکۍ او نورو مسایلو په اړه هم د نظر اختلاف لري. دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې تېره ورځ هم د طالبانو ویاند د افغان حکومت پر وړاندې پر جګړه ټینګار کړی و.
































