د چين د صدراعظم مرستيال هه لي فنگ او د فرانسې د اقتصاد او ماليې وزير برونو ليماير د جولای په ۲۹مه نېټه په بېجينګ کې په ګډه د چين او فرانسې د نهم اقتصادي او مالي ډیالوگ مشري وکړه.
هه لي فنگ په خپلو خبرو کې وويل چې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې د چين او فرانسې اقتصادي او سوداګريزې اړيکې د ټينګښت او د سالم پرمختګ تمايل ښکارندويي کوي. چين غواړي له فرانسې سره د تگلارو په برخه کې خپلمنځي تبادلې لا پياوړې کړي، عملي همکارۍ ژورې کړي او په نړيوالو او څو اړخيزو چارو کې نږدې همغږي وکړي څو د چين او فرانسې ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ نوې کچې ته ورسوي.
برونو ليماير په خپلو خبرو کې وويل، فرانسه غواړي له چين سره اقتصادي او مالي همکارۍ پياوړې کړي څو د فرانسې او چين ترمنځ اړيکې په پرله پسې توگه پرمختګ وکړي.
دا ډیالوگ په انلاین او افلاین ترسره شوی او په عمومي ډول ۲۲ مادې او ۵۷ همکاریزې پایلې ته ورسېدې.































