د اروزګان اوسېدونکي له سرپرست حکومت غواړي، چې په دغه ولایت کې د تاریخي او لرغونو سیمو ساتنې او پالنې ته جدي پام وکړي. دوی وايي، ځينې تاریخي سیمې د خلکو له لوري غصب شوي او حکومت یې باید مخنیوی وکړي. د اروزګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست بیا وايي، هغه تاریخي ځایونه چې پخوا ویجاړ شوي د بیارغونې لپاره یې هڅې پيل کړې دي. د سیمییزو مسوولینو د معلوماتو له مخې په اروزګان ولایت کې ۱۳۶ تاریخي او لرغوني ځایونه ثبت شوي چې، کافر کلا، سیمان تخت او کلا مورچه یې تر ټولو مشهوره ابدات ګڼل کېږي.
































