د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکو ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې وویل چې تېر کال یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۲۵ زره ۲۹۳ هغو کورنیو ته د استوګنې کورونه جوړ او ترمیم کړي چې د زلزلې، سېلابونو او واورې ښویېدنې له امله یې کورونه ویجاړ شوي وو. د دغه وزارت چارواکو دغه راز وویل، چې تېر کال د طبعي پېښو له امله پر ۹۶۵ زره ۲۸۹ زیانمنو شویو کورنیو خوراکي، غیر خوراکي او نغدي مرستې وېشل شوې دي.
































