د راپورونو له مخې وسله والو په وزیرستان کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر پاکستاني ځواکونو هغه مهال برید کړی چې دوی په ګزمه بوخت وو. پاکستاني حکومت ویلي په پېښه کې څلور عسکر وژل شوي دي او څو کسه نور سطحي ټپیان دي چې روغتیايي وضعیت یې ښه دی. تر اوسه ددغه برید پړه چا نه ده منلې خو پاکستانی حکومت یې د پاکستاني طالبانو کار بولي. تر دې مخکې هم پر پاکستاني عسکرو ورته بریدونه شوي چې پړه یې د پاکستاني طالبانو ډلې منلې ده.
































