د لومړنیو بېړنيو حالاتو نړیوالې موسسې په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې تر ۵۰ سلنې ډېر نوي زېږېدلي ماشومان د مور د شیدو له ژوند ژغورونکو ګټو محروم دي. د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې اوږدې جګړې، بې وزلۍ، ناوړه دودونو، په کم عمر کې د نجونو ودولو او رواني ستونزو د ډېرو میندو په روغتیا او روان اغېزې کړي چې له امله یې شیدې هم ورسره کمې شوې دي. د لومړنیو بېړنیو حالاتو نړیوالې موسسې په راپور کې ویل شوي، کله چې ماشومان د میندو د شیدو له کمښت سره مخ کېږي، خوارځواکي کېږي، بدن یې کمزوری کېږي او وده یې هم ورو کېږي.
































