د ایران د رضوي خراسان ولایت چارواکي وايي چې تر اووه نیم زره ډېر افغانان یې، چې په تایباد ښار کې په غیر قانوني ډول اوسېدل، افغانستان ته ګرځولي دي. ایراني رسنیو د رضوي خراسان د تایباد د سرحدي پولیسو د قوماندان مجید شجاع په قول ویلي چې دا کسان په شپږو ورځو کې په تایباد کې راټول شوي او د دوغارون بندر له لارې د افغانستان استازي ته سپارل شوي دي. ده همداراز ویلي چې بهرني اتباع په ایران کې د اوسېدو لپاره باید قانوني اسناد ولري. له تېرو دوو کلونو راهیسې ایران پر لهپسې افغانان په ډلهییز ډول له خپلې خاورې باسي.
































