د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي په تازه اقدام کې یې د ولسمشر د فرمان د عملي کولو لپاره د طالبانو ۱۸۰ نور زندانیان هم خوشي کړي دي. دده په خبره په دې سره د خوشي شوو طالب بندیانو شمېر ۴۱۹۹ ته رسېدلی دی. بلخوا طالبانو هم ویلي چې پرون یې په کندهار کې د افغان حکومت لس بندیان خوشي کړي دي. جاوید فیصل بیا طالبان تورنوي چې د سولې لپاره ګامونه نه اوچتوي، تر اوسه یې د افغان حکومت بندیان نه دي خوشي کړي او پر افغانانو یې بریدونو ته دوام ورکړی دی. هغه پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې لپاره د باور فضا پیاوړې کړي.
































