د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت د هېواد د اقتصادي وضعیت په تړاو د نړېوال بانک خپور شوی راپور ستایلی دی. په یاد راپور کې د افغانستان په اقتصادي وضعیت کې رامنځته شویو مثبتو پرمختګونو ته اشاره شوې ده. په راپور کې ویل شوي چې د انفلاسیون کچه د تېرو میاشتو په پرتله نوره هم ټیټه شوې، په کور دننه د خوراکي توکو په تولید کې زیاتوالی راغلی، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی، د خوراکي او غیر خوارکي توکو په بیو کې ټیټوالی راغلی، د حکومت له لوري پر واردېدونکو خوراکي توکو تعرفه کمه شوې، په بانکي سیستم کې پرمختګ شوی او په ځانګړي ډول سوداګریزو شرکتونو لپاره اسانتیاوې رامنځته شوي، کاري فرصتونه زیات شوي، پر صادراتو سربېره د وارداتو او ملي عوایدو کچه زیاتو شوې، معاشونه په وخت ورکړل شوي او باکیفیته روغتیايي خدمتونه خلکو ته وړاندې شوي دي.
































