کابل ښاروال په کابل کې د ترکیې سفارت د سوداګرۍ برخې له سلاکار ایمري انال سره په کابل ښار کې د پانګونې د پروژو په اړه خبرې کړې دي. په دې کتنه کې کابل ښاروال ویلي، د کابل او ترکيې د ښارونو ترمنځ بايد معنوي اړيکې پياوړې شي او د ښارونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا او له شته فرصتونو څخه په سمه توګه د استفادې لپاره بايد په علمي او تخنيکي برخه کې دوه اړخيزې مرستې ترسره شي. د ترکیې سفارت د سوداګرۍ برخې سلاکار ویلي، چې د کابل ښار د معیاري ودې او پراختیا په ځانګړي ډول د سوداګریزو بلاکونو د جوړولو په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. نوموړي له کابل ښاروال څخه غوښتنه کړې، چې د حضوري چمن ته څېرمه د بلاک جوړولو د پروژې قانوني ستونزې او برخلیک، چې په تېرو کلونو کې د کابل ښاروالۍ له خوا د ترکیې هېواد له یوه خصوصي سکتور سره هوکړه شوې وه او د ځینو لاملونو له امله یې د جوړولو چارې درېدلې دي معلوم کړي ترڅو یې د جوړولو چارې بیا ځلې پیل شي.
































