طالبانو په سمنګان ولایت کې د شوي موټربم برید پړه منلې ده. د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دا برید یې د افغان حکومت پر یوه استخباراتي اداره کړی دی.
مجاهد زیاته کړې چې جګړه لا هم روانه ده او تر اوسه پورې یې تر۷۰ پورې استخباراتي کارکوونکو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
د سمنګان سیمه ییزو امنیتي چارواکو د برید پخلی کړی دی خو وایي چې تر پلټنو وروسته به رسنیو ته معلومات ورکړي. لومړني معلومات ښيي چې له یادې پېښې روغتونونو ته ۳۸ مړي او ټپیان وروړل شوي دي.
































